شي جين پينګ د منځنۍ اسيا د ابادۍ په اړه څلور وړانديزونه وړاندې کړل
CMG2023/05/19 12:10:33
شريکول:

  

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۹مې نېټې په سهار د شاان شي ولايت د شي ان ښار د نړيوال کنفرانس په مرکز کې د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې مشري وکړه او په خپله مهمه وينا کې يې د څه ډول منځنۍ اسيا د ابادۍ په اړه څلور وړانديزونه وړاندې کړل. 

     شي جين پينګ دې ته  په اشارې سره، چې په اوس وخت کې د نړۍ، زمانې او تاريخ بدلونونه په بې ساري ډول رامنځته کېږي، نړۍ یوې باثباته، هوسا، همغږې او نښلېدلې اسیا ته اړتیا لري. د منځنۍ اسيا د هېوادونو حاکميت، امنيت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا بايد وساتل شي، د منځنۍ اسيا د خلکو له خوا په خپلواکه توګه غوره شوې پرمختيايي لارې ته بايد درناوى وشي او د منځنۍ اسيايي سيمې د سولې، يووالي او ارامۍ لپاره د هڅو دې ملاتړ وشي.

ده زیاته کړه، چې هېڅوک حق نه لري په منځنۍ اسیا کې اختلاف او ټکر رامنځته کړي او باید په هغې  کې سیاسي ځاني ګټي ونه لټوي.