شي جين پينګ د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه ۸ فقره ييز وړانديز وکړ
CMG2023/05/19 14:39:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۹مې په سهار د شاان شي ولايت د شي ان ښار د نړيوال کنفرانس په مرکز کې د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې مشري او يوه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې دغه سرمشريزه د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی ډګر جوړ کړی او نوی باب يې پرانيستلی. چين غواړي د دغې سرمشريزې له لارې له اړوندو خواوو سره همغږي پياوړې کړي او د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاريو د ښې طرحې، ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه ۸ فقره ييز وړانديز وکړ.

۱- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد د ميکانيزمونو جوړونه پياوړې کړي. چين غوښتنه کوي، چې د بهرنيو چارو، اقتصاد او سوداګرۍ او د ګمرکاتو په برخو کې پر جوړو شويو ميکانيزمونو  سربېره بايد د صنعتي چارو او پانګونې، کرنې، ټرانسپورټ، د بېړنيو پېښو پر وړاندې د اداري چارو، ښوونې او سياسي ګوندونو په برخو کې د غونډو او خبرو اترو ميکانيزمونه جوړ شي، څو د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ لپاره زمينې برابرې شي.

۲- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پراخې کړي. چين به د سوداګريزو اسانتياوو نور زيات تدبيرونه ونيسي، د دوه اړخيزې پانګونې د تړونونو کچه به لوړه او د سوداګرۍ اندازه به لا زياته کړي.

 ۳- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد خپلمنځي پيوستون او ټرانسپورټ پياوړی کړي. چين به په هراړخيزه توګه بهر ته د مالونو د لېږد رالېږد اندازه لوړه کړي او د چين، قرغېزستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنیزې لارې د پروژې په اړه سلامشورو ته پرمختګ ورکړي.

۴- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد د انرژۍ همکارۍ پياوړې کړي. چين غوښتنه کوي، چې د چين او منځنۍ اسيا د انرژۍ د پرمختګ ملګرتيا جوړه کړي.

۵- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد د چاپيريال ساتنې او نوښت همکارۍ وهڅوي.

۶- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد د پرمختګ توان لوړ کړي. چين به د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د ټېکنالوژيکې همکارۍ پلانونه جوړ کړي او چيني تصدۍ به وهڅوي، چې په منځنۍ اسيا کې د ځايي خلکو لپاره لا زياتې کاري دندې برابرې کړي. چین به د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره د ۲۶ ميليارډو يوانو په ارزښت د پانګو ملاتړ او بې ګټه مرستې برابرې کړي.

۷- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد کلتوري تبادلې پياوړې کړي.

۸- چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد سيمه ييزه سوله وساتي. چين هيله لري، چې د قانون اجرا کولو د خونديتوب او د دفاعي توان د ابادۍ په برخو کې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره مرستې وکړي. چين د سيمه ييز امنيت د ساتنې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د خپلواکو اقداماتو ملاتړ کوي او ورسره به د انټرنيټي امنيت همکارۍ پيل کړي. شپږ هېوادونه بايد د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د ميکانيزم له لارې د افغانستان سوله او بيارغونه وهڅوي.