يو افغان چارواکي د مې په ۱۷مه وویل، چې د افغانستان د طالبانو د مشر هیبت الله اخوندزاده مولوي عبدالکبیر د دې هېواد د سرپرست حکومت د رئیس الوزراء په توګه وټاکه.
د افغان سرپرست حکومت وياند مجاهد په همدې ورځ په ټولنيزو خبري رسنيو کې وویل، څرنګه چې د سرپرست حکومت د پخواني رئیس الوزراء محمد حسن اخوند روغتيايي حالت ښه نه دی او په کندهار کې اوږمهاله درملرنې ته اړتيا لري، نو مولوي عبدالکبیر د سرپرست حکومت د هغه د کفیل په توګه وټاکل شو.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته محمد حسن اخوند د افغان سرپرست حکومت د رئیس الوزراء په توګه او مولوي عبدالکبیر د نوموړي د سياسي چارو د مرستيال په توګه وټاکل شو.