د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين مالي عايدات په ثابت ډول زيات شوي
CMG2023/05/19 10:24:02
شريکول:

د چين د ماليې وزارت د مې په اتلسمه يوه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په ټول هېواد کې معمولي عامه عايدات ۸۳۱۷ ميليارډه ۱۰۰ مليونه يوانو ته رسېدلي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۱ اعشاریه نهه زيات شوی دی.

شمېرنه ښيي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د مرکزي حکومت معمولي عايدات ۳۷۵۶ ميليارډه او ۱۰۰ مليونه وو، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه شپږ زيات شوی دی، د دې ترڅنګ د سيمه ييزو حکومتونو معمولي عايدات ۴۵۶۱ ميليارډه يوانو ته رسېدلي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څوارلس اعشاريه اته زياتوالی ښيي. په ټول هېواد کې د مالياتو عايدات ۷۰۳۷ ميليارډه او ۹۰۰ مليونه يوانه وو، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۹ زيات شوی دی.