د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو مياشتنۍ اندازه د لومړي ځل لپاره له ۵۰ مليارډو يوانو څخه واوښته
CMG2023/05/19 11:07:27
شريکول:

اوس مهال چين د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره عملي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ژوروي، چې اندازه او کيفيت یې پياوړی شوی دی.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۷۳.۰۵ مليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷.۳ سلنه زيات شوی دی. په همدې اپريل کې د وارداتو او صادراتو مياشتنۍ اندازه د لومړي ځل لپاره له ۵۰ مليارډو يوانو واوښته، چې ۵۰.۲۷ مليارډو يوانو ته رسېدلې او نوی ريکارډ یې جوړ کړی دی.