د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ سرمشريزه د افغانستان په ګډون د سيمې هېوادونو پر اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت اغېز لري
CMG2023/05/20 10:29:07
شريکول:

د چین او منځنۍ اسيا ترمنځ سرمشريزه د مې له ۱۸مې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د چین د شاان شي ولايت په شي‌ان ښار کې تر سره شوه. دا لومړی ځل دی چې چين او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له ۳۱ کلونو راهيسې په حضوري ډول دغه سرمشريزه تر سره کړې ده. په نړۍ کې د بې ساريو بدلونونو پر وړاندې د شپږو هېوادونو مشران د ورېښمو د لرغونې لارې د سرچينې په ټاټوبي(شي‌ان) کې راغونډ شوي چې دا د اهميت وړ خبره ده. ډېرو افغان خبريالانو او سیاسي شنونکو هم دغې سرمشريزې ته ډېره پاملرنه کړې ده. د چين ميډيا ګروپ خبريالې په دې اړه له ځينو افغان سياسي شنونکو او خبريالانو سره مرکه کړې ده. هغوی په دې اند دي، چې دغه سرمشريزه د افغانستان په شمول د سيمې د هېوادونو پر اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت اغېز لري.

د ورېښمو لاره د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ د دوستانه تګ راتګ لوی تاریخ او تجربه ده چې له دې لارې نه يوازې په پخوا وختونو کې ورېښم او چينايي لوښ‍ي لېږدول کېدل، بلکې په اوسنۍ زمانه کې ځيرک کورني سامان الات او ګرځنده ټکنالوژیک وسایل هم لېږدول کېږي. د يادې سرمشريزې په تر سره کېدو سره به د ورېښمو دغه لرغونې لاره له نوي خوځنده ځواک څخه برخمنه وي. ښاغلي فقير محمد فقيرزي چې د افغانستان د کليد راډيو مسؤل دی، د دې سرمشريزې د اهميت د يادونې په ترڅ کې داسې وويل چې د ورېښمو د لارې سرچینه  په چین کې پرته ده او تر ټولو مهم اړخ یې د افغانستان د بلخ ولایت او ځینو نورو شمالي سیمو او بیا د سیمې له نورو هېوادونو تېرېږي او اروپا ته ننوځي. دغه لار په خپل ژوند کې د سیمو خلکو او هېوادونو ته نه یوازې اقتصادي ګټې ورکړې او کوي يې، بلکې د کولتورونو په وړلو راوړلو کې یې هم مهمه ونډه لرله او لرلی شي. د يوې پېړۍ د بدلونونو، د کرونا وبا او د اوکراين کړکېچ د اغېزو په وړاندې، د چين او منځنۍ اسيا دغه سرمشريزه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره د شپږو خواوو لخوا يو مهم ګام دی. د افغانستان د شرق تلويزيون وياند حامد احمدي په دې اند دی چې د دې سرمشريزې جوړېدل او د هېوادونو د مشرانو راټولېدنه د يادو هېوادونو په اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت تاثيرات لرلی شي او همدا هم په تېره موده کې د دغو هېوادونو ترمنځ د يوې همغږۍ پایله هم ده.

رښتيا ده چې چين تل د يادو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتیا لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې. په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له قزاقستان څخه د ليدنې پر مهال په لومړي ځل د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند جوړېدو وړاندیز وکړ. له لسو کلونو راهيسې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ سوداګريزو راکړو ورکړو ارزښت هم ډېر زيات شوی او تېر کال يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. د ډېرو افغانانو په نظر، د چین او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکاريو لا پياوړتيا به هم د سيمه ييز اقتصاد د بيا سمسورتيا او چټکتيا لپاره د سيمې هېوادونو او افغانستان ته ډېر فرصتونه برابر کړي. ښاغلي فقيرزي داسې ويلي چې د ورېښمو د نوې لارې د طرحې بنسټیزه موخه د سیمې او افغانستان په کچه د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو لاټینګول او پیاوړي کول دي. افغانستان په پام کې لري چې له همدې لارې کورني او بهرني خصوصي سکتور پانګې اچونې ته وهڅوي، له ټرانزیټ نه د ماليې اخيستلو له لارې خپل عوايد زيات کړي، خپلې طبيعي زېرمې بازار او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي، افغانانو ته کار را پیدا کړي، د عامو خلکو اقتصادي ژوند معیاري کړي، افغاني مالونه نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ولري، د افغانستان په بهرنیو مرستو ولاړ اقتصاد افغاني کړي، سوله، امن او ټيکاو راوړي او بلاخره په سیمه کې د سوداګرۍ داسې کلک مزي وځغلوي چې د سیمې ګټې مشترکې کړي چې پر مټ به یې سیمې ته رښتینې نېکمرغي راشي.

خو دا معلومه ده چې په منځنۍ اسيا کې رښتينې نېکمرغي رامنځته شي، مخکنی شرط دی چې امنيت دې وساتل شي. د منځنۍ اسيا امنيت او ثبات او سوله يیز پرمختګ د دې سيمې د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم اهمیت لري. د يادو دوو خبريالانو په اند که څه هم اوس په افغانستان کې نظام نوی دی، خو د افغانستان سرپرست حکومت خپل صميميت ښودلی چې خپله ژمنتیا  ګاونډیو هېوادونو او  ټولې نړۍ ته وښودی شي چې د دې هېواد خاوره به د هېڅ بل هېواد په تاوان نه استعمالېږي او د سیمې د امنيت د ساتلو لپاره خپلې هڅې به وکړي. نو د يادې غونډې په تر سره کېدو سره به په دې برخه کې د سيمې همکارۍ هم لا پياوړې شي.