په افغانستان کې د کوچني ماراتون سيالۍ تر سره شوې
CMG2023/05/20 11:50:54
شريکول:

د چين د کارپوهانو له خوا جوړ شوي د کوچني ماراتون سيالۍ د مې په ١٩مه د افغانستان په باميان ولايت کې پيل شوې. ۴۰ ځايي ماشومانو د یاد ولایت د بامیانو په دره کې د ۲،۱ کیلومترو په واټن سیالي ترسره کړه او له دې لارې يې له نړيوالو وغوښتل چې د تاريخي کلتوري ميراثونو ساتلو ته پاملرنه وکړي.

د بامیانو دره د افغانستان د بامیان ښار په شمال کې د هندوکش په غرونو کې موقعیت لري او دلته شاوخوا ۳۰۰۰ لوی او کوچني بودايي غارونه شتون لري. دا په  ۲۰۰۳م کال کې د یونسکو لخوا د نړۍ له ګواښ سره مخ شوو کلتوري میراثونو په توګه لېست  شوي دي.

عیدمحمد په سیالۍ کې یاده فاصله په ۱۴ دقیقو او ۴۷ ثانیو کې ووهله او لومړی مقام یې وګاټه.

یاده سیالي د چین د کارپوهانو لخوا تمویل شوې وه او ټولو سیالانو ته وچه ډوډۍ، رنګه قلمونه او کتابچې ورکړل شوې.

د دې سيالۍ تنظيموونکي د پیکینګ پوهنتون، لان جو پوهنتون او ون جو پوهنتون په ګډون د چین د يو شمېر پوهنتونونو ځوان کارپوهان دي. دوی له تېر دوبي راهيسې د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې له کارکوونکو سره همکارۍ کړي او څو ځلې يې د باميانو په سيمه کې ماشومانو ته  خوراکي توکي وېشلي او په منظمه توګه يې د ماشومانو لپاره د کلتوري اثارود ساتنې په اړه د زده کړې روزنې ورکړې دي.