د روسیې صدراعظم به چین ته رسمي سفر وکړي
CMG2023/05/20 11:09:27
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۹مه په يوه خبري غونډه کې وویل، چې د چين د صدراعظم لي چيانګ په بلنه به د روسيې صدراعظم ميشوستين د مې له ۲۳مې څخه تر ۲۴مې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.

وانګ ون بين وويل، د دغه سفر په ترڅ کې به دواړه خواوې د دوه اړخيزو اړيکو، عملي همکارۍ او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړي. صدراعظم ميشوستين به د بېجينګ تر څنګ شانګهای ته هم سفر وکړي.

وانګ ون بين وويل، چین او روسیه لوی ګاونډي هېوادونه او د نړۍ نوی مخ پر ودې هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېر امکانات او لوی قوت لري.

د روان کال په مارچ مياشت کې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په بریالۍ توګه له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو مشرانو د راتلونکي پړاو د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ او په بېلا بېلو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه مهمې اجماع ته رسېدلي.

ویاند وانګ ون بين زیاته کړه، چې موږ هیله لرو چين ته د صدراعظم ميشوستين د سفر له لارې دوه اړخيزې همکارۍ لا پياوړې او کلتوري او سيمه ييزې تبادلې ژورې شي او د نړیوال اقتصاد د بیا رغونې لپاره ستر خوځنده ځواک برابر شي.