نړۍ باثباته، سمسورې، همغږې او نښلېدلې منځنۍ اسيا ته اړتيا لري
CMG2023/05/20 12:51:59
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه د مې په ۱۹ مه د چين د شاان شي ولایت په شي ان ښار کې  جوړه شوه.  د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د دې سرمشريزې مشري وکړه او په خپله وينا کې يې وويل، چې نړۍ باثباته، سمسورې، همغږې او نښلېدلې منځنۍ اسيا ته اړتيا لري. همدارنګه نوموړي د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په اړه وړانديزونه وکړل.

دا د منځنۍ اسيا د هېوادونو او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۱ کلونو راهيسې د دغو هېوادونو ترمنځ لومړۍ سرمشريزه ده، چې مشران يې په حضوري ډول پکې ګډون کوي، دغه راز د چين او منځنۍ اسيا د میکانيزم د جوړېدو له ۳ کلونو راهیسې لومړۍ سرمشريزه هم ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې سرمشريزې ته په وينا کې وړانديزونه وکړل، چې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه دې د متقابلو مرستو، ګډ پرمختګ، پراخ خوندیتوب او لرغونې دوستۍ په اساس د خپل ګډ برخليک ټولنه اباده کړي، خپلمنځي ميکانيزمونه دې اصلاح ، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې دې پراخې ، زیات تاسيسات دې وصل ، د انرژۍ همکارۍ دې پياوړې ،  د زرغون پرمختګ ابتکاري توان دې لوړ  او کلتوري اړيکې دې پیاوړې کړي او د سيمې سوله دې په ګډه وساتي.

د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو څرګنده کړه، چې هغوی به د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د خپلو هېوادونو له ستراتېژيو سره وصل کړي. 

د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف وویل، موږ له چين سره د اړيکو له ګټو برخمن يو او په ټول توان به خپلمنځي همکارۍ ته دوام ورکړو.

د شننونکو په اند، اوسمهال ځيني لوېديځ هېوادونه د هېوادونو ترمنځ تقابل راپاروي او د اړيکو پرېکون هڅوي او ځينې بهرنۍ قواوې هڅه کوي، چې په منځنۍ اسيا کې تاوتريخوالي راوپاروي، چې د منځنۍ اسيا د هېوادونو ټولنیز او اقتصادي پرمختګ يې له خنډونو سره مخ  کړي. چين او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه د سختو او پيچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د خپلمنځي پرانيستو او ټولشموله همکاريو د پراخولو هڅه کوي او دا به پر سيمې او نړۍ مثبتې اغېزې وکړي. 

د یادولو ده، چې په دغه سرمشريزه کې د چين او منځنۍ اسيا د مشرانو د ملاقاتو ميکانيزم رسماً جوړ شوی دی.