شي جين پينګ د عرب لیګ ۳۲مې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/05/20 11:10:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۹مه په جده کې د عرب ليګ د ۳۲مې سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو په مناسبت د دغې سرمشريزې د نوبتي رئيسه هېواد سعودي عربستان پاچا ملک سلمان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ وويل، عرب ليګ له ډېرې مودې راهيسې د عربي هېوادونو د يووالي او پرمختګ او د منځني ختيځ سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هڅه کوي. زه په دې ډېر خوښ يم، چې عربي هېوادونه د يووالي او پرمختګ په لاره کې نويو ګامونو ته دوام ورکوي او نوې لاسته راوړنې لري. سعودي عربستان په څو قطبي نړۍ کې مهم ځواک دی او د عربي هېوادونو د پيوستون او همکارۍ د پياوړتيا او د منځني ختيځ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي زرګونه کاله  مخینه لري او د وخت په تېرېدو سره پياوړې شوې ده. په دې وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په پرله پسې توګه پرمختګ کړی او ګټورې پايلې يې تر لاسه کړي، چې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابلو ګټو لپاره يوه بېلګه ګرځېدلې ده.

نوموړي وويل، د تېر کال په دسمبر کې د چين او عربي هېوادونو لومړۍ سرمشريزه غونډه په بريالۍ توګه په رياض کې تر سره شوه. د چين او عربي هېوادونو مشرانو موافقه وکړه، چې د نوې زمانې په وړاندې به د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي، خپلمنځي همکاري به پياوړې کړي او د ملي بیا رغونې، سیمه ایزې سولې او پرمختګ او د نړیوال عدالت د ساتنې لپاره به ګډ کوښښونه وکړي، دا د چین او عربي هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره یو مهم پړاو دی.

دغه راز په پیغام کې راغلي، چې چين غواړي له عربي هېوادونو سره خپلمنځي دوستانه روحيه خپره کړي، د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې غونډې پايلې عملي کړي، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې ټينګې کړي او د دواړو خواوو د دوستۍ نوی فصل جوړولو او ليکلو ته دوام ورکړي.