د عرب ليګ د سرمشريزې اعلاميې د بهرنۍ مداخلې پر مخنيوي ټينګار کړی
CMG2023/05/20 11:55:54
شريکول:

د عرب ليګ ټولنې۳۲ مه سرمشريزه د مې د ۱۹ مې په ماښام د سعودي عربستان په جده ښار کې پای ته ورسېده.

د دې سرمشريزې ګډونوالو له غونډې وروسته یوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې د عربي هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنۍ مداخلې مخنيوی ډېر مهم  وباله، د هغو وسله والو او  میليشايانو له ډلو سره يې چې د دولتي ارګانونو په مشرۍ نه دي، مخالفت څرګند کړ  . 

نوموړو په اعلاميه کې دې ته په اشارې  سره ويلي، پوځي شخړه يوازې ملکي وګړو ته زیانونه رسوي، ښکېل هېوادونه خرابوي او هيڅ ښکېل اړخ به شخړه ونه ګټي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د فلسطين موضوع د عربي هېوادونو له مهمو موضوعاتو څخه يوه ده او دغه موضوع دې د دوو هېوادونو پلان، د عرب د سولې وړانديز او اړوندو نړيوالو پرېکړه ليکونو او اصولو له مخې حل شي.

په دې اعلاميې کې د سوډان د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې، چې د شخړو د شديدېدو مخه دې ونيسي او د لبنان له اړوندو خواوو څخه غوښتنه شوې، چې د ولسمشريزو ټاکنو د ژر بشپړولو لپاره دې خبرې پيل کړي.

همدارنګه په دغه اعلاميه کې د عرب ليګ له ټولنې سره د سوريې د يوځای کېدو هرکلی شوی او هيله پکې ښودل شوې، چې د عرب ليګ دغه پرېکړه به د سوريې د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ټېکاو په ساتلو کې مرسته وکړي.