د منځنۍ اسيا کارپوهان او سوداګران: د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د شپږو هېوادونو ترمنځ سوداګريزو همکاريو ته زمينه برابروي
CMG2023/05/20 11:12:30
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د مې له ۱۸ مې نه تر ۱۹ مې د چين د شاان شي ولایت په شي ان ښار کې ترسره شوه. چين او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو په دې سرمشريزه کې د يوې ګډې اعلاميې او د دې سرمشريزې د لاسته راوړنو ليست په ګډون ۷ سندونه خپاره کړل  او په بېلابېلو برخو کې يې د خپلمنځيو همکاريو په اړه تر ۱۰۰ زيات تړونونه لاسليک  کړل.

د تاجکستان د صنايعو او سوداګرۍ ټولنې رئيس جمهونزودا چين د تاجکستان مهم سوداګريز همکار او پانګوال بللی او هيله يې ښودلې، چې د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې په ابادۍ سره د تاجکستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ پيمانه لاپراخه شي.

د ازبکستان سوداګر بېک هيله ښودلې، چې د ازبکستان او چين د خلکو ترمنځ همدارنګه د دولتونو ترمنځ دوستي لاټينګه شي او چين په ازبکستان کې زياتې پانګونې وکړي، څو د دغه هېواد سيلانيزې چارې پرمختګ پياوړی شي.

قزاقستاني شيودون د چین په شي ان ښار کې د پنځو کلونو لپاره لوړه زده کړه کړې وه او اوس د خوراکي توکو د سوداګرۍ په يوې تصدۍ کې دنده ترسره کوي، وويل، چې د شپږو هېوادونو ګډه وده زمونږ لپاره ډېر ښه چانس دی، ځکه دا نه يوازې لويې سوداګرۍ راوړي، بلکې د کوچنيو تصديو په پرمختګ کې هم ډېره مرسته کوي. د قزاقستان جوس د چين په شينجيانګ سيمه کې د مشتريانو ډېر خوښ دي، زه غواړم، چې د چين توليدات قزاقستان ته معرفي کړم او هيله من يم چې زيات چيني سېلانيان او سوداګران قزاقستان ته راشي.