د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې غونډې په جريان کې د ۹۸ مهمو پروژو تړونونه لاسليک شوي
CMG2023/05/21 11:20:56
شريکول:



د چين د تيان جين ښار د صنايعو او معلوماتي تکنالوژۍ ادارې د خبر له مخې، د مصنوعي ځيرکتيا د اوومې نړيوالې غونډې په جريان کې د دې غونډې ګډونوالو د ۹۸ مهمو پروژو د جوړولو تړونونه لاسليک کړي، چې محتويات يې د نويو معلوماتي تخنيکونو، موټرو، ژوندانه طب، تجهيزاتو، نويو انرژيو او نويو موادو له جوړولو سره تړاو لري.

د مصنوعي ځيرکتيا اوومه نړیواله غونډه د مې له ۱۸ مې تر ۲۰ مې نېټې پورې د چين په تيان جين ښار کې وشوه او د نړۍ د ۵۱ هېوادونو او سيمو تر ۱۰۰۰ زياتو سياستوالو، کارپوهانو او سوداګرو پکې ګډون کړی و.