د امريکا محکمه: اېف بي آی د بهرنيو استخباراتي معلوماتو له ډېټابېس څخه غېر قانوني استفاده کړې
CMG2023/05/21 11:50:12
شريکول:

د امريکا د استخباراتي معلوماتو نظارت ملي دفتر د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتي معلوماتو د تحقيقاتو محکمې يوه پرېکړه خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد د تحقيقاتو فیډرالي ادارې يا اېف بي آی له ډېرو کلونو راهيسې د بهرنيو استخباراتي معلوماتو له ډېټابېس څخه  تر ۲۷۸ زرو زیات ځله غېرقانوني استفاده کړې ده.

د دغه ليکلې قضايي پرېکړې له مخې، اېف بي آی د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶ مه د امريکې د پارلمان په ودانۍ کې د شوي تاوتريخوالي او په ۲۰۲۰ کال کې د يوه سپين پوستي پوليس لخوا د تور پوستي جورج فلويډ د وژلو په ګډون د يو شمېر پېښو د تحقيقاتو په موده کې له ياد ډېټابېس څخه له مناسبو دليلونو پرته استفاده کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په ياد ډېټابېس کې د ګڼ شمېر خلکو شخصي معلومات ساتل شوي دي.