د ايران انقلابي ګارد د مې په شلمه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې یوه امريکايي پوځي بېړۍ چې د دې هېواد، بريټانيا او فرانسې په شمول د درېیو هېوادونو د سمندري پوځونو لوړ پوړي قوماندان پکې بار وو، د مې په ۱۹مه نېټه په هرمز تنګي کې حرکت کړی دی.
د ايران انقلاب ساتندویه ځواک په همدې ورځ ويلي چې دغه پوځي بېړۍ د هرمز تنګي ته د داخلېدو پر مهال د دې هېواد د سمندري پوځ د ګزمې بېړۍ او کنترولونکي مرکز له خوا کشف شوې او تر هغه وروسته د ايران لوري د بې پيلوټه الوتکې او ګزموي بېړۍ په وسيله دغه امريکايي پوځي بېړۍ جدي څارلې ده.
د هرمز تنګي د خليج او هندي سمندر ترمنځ يوازينې لار ده او په نړۍ کې د نفتو د ليږد راليږد تر ټولو مهمه لار هم ده. په وروستيو کې د ايران او امریکا پوځونه څو ځلې يو له بل سره مخامخ شوي دي.