روسيې د اوباما په ګډون د ۵۰۰ امريکايانو ‌ورتګ منع کړ
CMG2023/05/21 11:18:57
شريکول:

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، دغه هېواد خپل قلمرو ته د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په شمول د ۵۰۰ امريکايانو ورتګ منع کړی دی.

سرچينې ويلي چې روسيې ته پر سفر بندیز کې د امريکا يوشمير پارلماني غړي،حکومتي مامورين او اوکراين ته د وسلو برابرونکو تصديو مسئوولين هم شامل دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې پر دغه هېواد د امریکا بنديزونو د روسيې پر حکومتي چارواکو او عامو خلکو ډېرې اغېزې کړې او روسيې خپله ياده پرېکړه د امريکې دغو بنديزونو ته په غبرګون کې کړې ده.