د چين مېډيا ګروپ دوې پروژې د چین او منځنۍ اسيا د سرمشريزې د لاسته راوړنو په ليست کې شامل شوې
CMG2023/05/21 15:20:10
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د مې له ۱۸ مې تر ۱۹ مې نېټې د چين د شاان شي ولایت په شي ان ښار کې وشوه. د دغې سرمشريزې په جريان کې چين او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو د يولړ خپلمنځي همکاریو په اړه موافقه وکړه. د چين مېډيا ګروپ هم دوې پروژې د دغې سرمشریزې د لاسته راوړنو په ليست کې شامل شوې دي.

د چين ميډيا ګروپ له يادو دوو پروژو څخه يوه پروژه  ((له منځنۍ اسيا سره مينه)) نومي فعاليت دی چې د دغه ګروپ له خوا په څو ژبو ژباړل شوي غوره فلمونه و چې د قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د مهمو او مشهورو خبري رسنيو له لارې ځايي خلکو ته نندارې ته وړاندې شوي دي.

چين ميديا ګروپ همدارنګه د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې په جريان کې د قزاقستان، قرغېزستان او تاجکستان له مهمو خبري رسنیو سره د خپلمنځي ګډو همکاريو په اړه يادښت لاسليک کړ او دغه يادښت يې د دغو دريو هېوادونو له مشرانو سره د چين د مشر د ملاقاتو د لاسته راوړنو په سندونو کې هم ليکل او شامل شوی دی.