د چين اورګاډیو دولتي ګروپ د مې په شلمه نېټه خبر ورکړی چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډیو د تګ راتګ شمېر ۵۶۱۱ ته رسېدلی او د ليږدول شويو مالونو اندازه يې ۶۰۹ زره کانټینرونو ته رسېدلې چې دغه شمېرونه په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په ترتيب سره ٪ ۱۷ او ٪ ۳۲ زيات شوی دی. په دې جمله کې د روان کال په اپرېل کې د يادو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۱۴۵۹ ته رسېدلی او د ليږدول شويو مالونو اندازه يې ۱۶۰ زره کانټينرونو ته رسېدلې چې دغه رقم په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲۵ او ٪ ۴۵ زیاتوالی ښيي.
د روان کال د اپرېل تر پايه پورې دغو اورګاډو د چین له ۱۰۹ ښارونو څخه د ۲۵ اروپايي هېوادونو ۲۱۱ ښارونو ته سفرونه کړي دي.