ازبکستاني کارپوه: د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوی پير پرانيستی
CMG2023/05/21 12:05:23
شريکول:

د ازبکستان د منځنۍ اسيا د نړیوال څېړنيز مرکز کارپوه شوکت عليمبيکوف په تاشکند کې له شينهوا خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وویل، د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوی پير پرانيستی، دغه راز د منځنۍ اسيا د هېوادونو او چين ترمنځ هراړخيزو همکاريو ته به نوی خوځنده ځواک ورکړي او د خپلمنځي ګټورو همکاريو لپاره به نوی ماډل جوړ کړي.

عليمبيکوف وویل، د منځنۍ اسيا هېوادونه او چين دوست ګاونډي هېوادونه او ستراتېژيک همکاران دي، دغې سرمشريزې د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ متقابل باور زيات کړی، د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ پلان يې جوړ کړی او د سيمې د خونديتوب او ټيکاو په ساتلو کې يې مرسته کړې ده.

نوموړي دغه راز په دې وروستيو کې د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا ته په اشارې سره ويلي چې د صنايعو، پانګونو او تخنيکونو د پرمختګ په برخه کې د چين تجربې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ډېرې ګټورې دي. 

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د سيمې همکارۍ پياوړې کوي او بېلابېلې خواوې د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلې دي، ځکه دا د سیمې د بېلابېلو خواوو له ګټو سره سمون لري او د اروپا او اسيا د سولې او سمسورتيا لپاره هم ګټې لري.