په جاپان کې د جي۷ سرمشريزې پر خلاف لاريون وشو
CMG2023/05/21 11:43:45
شريکول:

د امريکا، جاپان، فليپين او د کوريا جمهوريت په ګډون د يو شمېر هېوادونو خلک د مې په ۲۰ مه د جاپان د هيروشيماشي ښار په یوه پارک کې راغونډ شول او  د جي۷ ډلې د هغې سرمشريزې پر خلاف يې لاريون وکړ چې د روانې مياشتې له ۱۹ مې څخه تر ۲۱ مې پورې په همدې ښار کې ترسره شوه.

لاريون کوونکو د شعارونو په پورته کولو سره د جي۷ سرمشريزې د ترسره کېدو له امله احتجاج وکړ او په اسيا کې يې ناټو ته د ورته سازمان او د امريکې، جاپان او د کوريا جمهوريت د پوځي اتحاديې له جوړولو سره مخالفت څرګند کړ. همدارنګه لاريون کوونکو د اسيا په چارو کې د امريکې مداخله وغندله او ويې ويل چې د امريکا دغه کړنه د سيمې ټېکاو ګواښي.

يو جاپاني لاريون کوونکي وويل، د جي ۷ سرمشريزه د جګړې بحران جوړوي او امريکا له دې لارې پر نورو هېوادونو وسلې پلوري او ګټې ترې اخلي. امريکا جګړه راپاروي او هڅه کوي چې په اسيا کې د ناټو په شان سازمان جوړوي.

یو امريکايي لاريون کوونکي وويل، که څه هم د جي۷ سرمشريزې مشري امريکې وکړه، خو په حقيقت کې دغه غونډه د امريکايانو له ګټو سره سمون نه لري او ډېری امريکايان جګړه نه غواړي.