د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د مې په ۲۱مه نېټه د توان بخشۍ یا (Rehabilitation International ) نړيوال سازمان د جوړېدو د سلمې کالیزې د نمانځنې د مراسمو تشکيلاتي کميټې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
رئيس شي جين پينګ د معلولینو د توانبخشۍ په برخه کې د دغه سازمان اغيزمن رول ته په اشارې سره ويلي، دغه سازمان د معلولینو ارادې ټینګښت او د هغوی د حقونو او ژوند د تامین لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. چين د دغه سازمان له کارونو څخه ملاتړ کوي او معلولینو ته ډېره پاملرنه کوي او د هغوی د ټولنيز ژوند د تضمین او خدماتي سيستم د بشپړولو او د اړوندو چارو د هر اړخیز پرمختګ لپاره هڅې کوي.
ياد مراسم د مې په ۲۱مه نېټه د دغه سازمان او د چين د معلولینو د ګډې ټولنې په کوربه توب په بېجينګ کې تر سره کیږي.