د مې ۲۲ مه د بيولوژيکي تنوع نړیواله ورځه ده. د معلوماتو له مخې په چين کې د بيولوژيکي تنوع د څارلو شبکه جوړه شوې او تراوسه يې پر مټ د کميابه حيواناتو او نباتاتو ۱۸۰۰ زره ويډيويي کلپونه ثبت او ساتل شوي چې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو او مديريت په برخو کې ډېره مرسته کوي.