فلسطين د مسجدالاقصی حرم ته د اسرائيلو د ملي امنیت د وزیر ننوتل وغندل
CMG2023/05/22 10:56:22
شريکول:

 د اسرائيلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د مې په ۲۱مه نېټه د پولیسو په ملګرتيا د بيت المقدس مسجد الاقصی حرم ته ننوت. دا په روان کال کې دوهم ځل دی چې هغه دې حساسې سیمې ته ننوتلی چې یو ځل بیا د فلسطین له خوا غندنه شوې ده.

د فلسطين رسمي وفا خبري اژانس د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند له قوله ویلي چې فلسطين د بن ګوير د پارونکي عمل غندنه کوي، دغه عمل به جدي پايلې ولري. فلسطین به د دې موضوع تعقيبولو ته دوام ورکړي. د مسجدالاقصی حرم د یهودیت او اسلام دواړو لپاره سپیڅلی ځای دی او له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې اصلي ټکی دی.