روسیه د ارتیوموسک (باخموت) د بشپړ کنټرول ادعا کوي
CMG2023/05/22 15:09:20
شريکول:

د روسیې د دفاع وزارت د مې په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد د دونیڅک سيمې مهم ښار ارتیوموسک (په اوکراین کې د باخموت په نوم پیژندل شوی) په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستلی، خو د اوکراين لوري په همدې ورځ دا ادعا رد کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د همدې ورځې سهار وختي په ټيلي ګرام کې ويلي چې د دې هيواد پوځ د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ د ارتیوموسک ښار په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا مالیار د روسیې د دې څرګندونو په غبرګون کې ويلی چې په باخموت کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او د اوکراین پوځ لا هم پر ځینو تاسیساتو کنټرول لري.

باخمت د دونيڅک په شمال کې موقعيت لري چې د اوکرایني ځواکونو د اکمال او تجهیز  همه مرکز او محاذ دی. روسیه او اوکراین د ۲۰۲۲ کال له اګست څخه د دې ځای د کنټرولولو لپاره يو له بل سره پر سخته جکړه لګیا دي.