واشنګټن د G7 په مشرۍ تاوتريخوالی راپاړولی
CMG2023/05/22 15:28:03
شريکول:

د امریکې په مشرۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې(G7)د مې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د جاپان په هیروشما شي کې سرمشریزه تر سره کړه. د امریکا په مشرۍ دې ډلې پر چین بې ځایه تورونه لګولي او د چین په کورنیو چارو کې يې سخته لاسوهنه کړې ده.

چین د دوی له تورونو سره خپل سخت مخالفت او ناریاضیتي څرګنده کړې ده.

نړیوال ښه پوهېدلي چې امریکې تل د خپلو ملګرو په مشرۍ د نورو هېوادونو مخنیوی کړی او  ډله ییزې شخړې يې رامنځته کړې چې د نړۍ سوله او ثبات يې سخت ننګولي دي.

د جاپان په هیروشما شي کې په دې وروستیو کې خلکو په دوامداره توګه د G7 د یادې سرمشریزې پرضد احتجاجي لاریونونه کړي دي. په دې لاریونونو کې نه یوازې ګڼ شمېر جاپاني وګړي، بلکې د نورو هېوادونو شخصتونو هم ګډون کړی دی.

واشنګټن په دې وروستیو کې په اسیا او ارام سمندر سیمه کې زیاتې پارونکې کړنې ترسره کړي.

یاد هېواد هڅه کړې چې له جاپان او کوریا جمهوریت سره نظامي اتحاد جوړ کړي، د امریکې، بریتانیې او استرالیا درې اړخیزې امنیتي همکاریزې اړیکې يې پرمخ بیولې، د نظامي تمرین په پلمه يې له فلیپين سره پوځي اړیکې ټينګې کړې. د G7 دغه سرمشریزه د اسیا او ارام سمندر سیمې وضعیت د ویحاړولو لپاره د واشنګټن تازه اقدام دی.

د نړیوالو مسئلو اردونی کارپوه سیب لاوشید د امریکا کړنو ته په اشارې سره ویلي، دغه هېواد غواړي د یادې سرمشریزې په پار خپل ملګري وهڅوي چې په اسیا او ارام سمندر کې يې اغېزه زیاته کړي. د مصر او چین د سوداګریزې ټولنې سرمنشي ويلي، امریکا غواړي د اوکراین ناورین لا سخت کړي او په دې سره په اسیا او ارام سمندر کې شخړې پراخې کړي.

سیب لاوشید ویلي، د امریکې تر لارښوونې لاندې G7 خپل سیاسي او اقتصادي پرېکړې له مشورو او همکاریو پرته پر نورو تپي او په دې سره به ډېر زیاتې شخړې او ترینګلتیاوې رامنځته شي.

د یادولو ده چې د G7 په داخل کې اختلافات هم موجود دي، د اوکراین کړکېچ په اړه د امریکې او نورو غړو هېوادونو ادعاوې بېلې دي. د بریتانیا د فایننشل ټایمز د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، امریکا تر دغې سرمشریزې مخکې وړاندیز کړی چې د G7 ټول غړي په هراړخیزه توګه پر روسیې خپل صادرات بند کړي، خو اروپايي ټولنې او جاپان له دې وړاندیز سره مخالفت وکړ.

د جنوبي افریقا د جوهانیسبورګ پوهنتون د افریقا- چین د څېړنیز مرکز څېړونکي ایمانول متابو د واشنګټن پارونکو کړنو ته په اشارې سره ويلي، واشنګټن دا نه مني چې د نورو هېوادونو اغېزې د امریکا له اغیزو زیاتې شي، نو هغه د G7 له چوکاټه په استفادې سره د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او د نورو هېوادونو نظريې او سیاستونه ردوي او ځپي يې.

د یادولو وړ دا ده چې د G7 په سږنۍ سرمشریزه کې د جنوبي افریقا ولسمشر ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، ځکه دوی وېرېدل چې په دغه غونډه کې به د اوکراین کړکیچ د حل لپاره مشورې وشي، دوی په دې اړه د جنوبي افریقا له مخالف نظره اندېښنه لري.

د چین د نړیوالو موضوعاتو د څېړنیز مرکز د اروپا څېړنیزې ادارې مشر څوی هونګ جیان ویلي، د G7 ډلې د جوړېدو اصلي موخه د نړیوال اقتصاد اداره کول دي، خو اوس د امریکې تر مشرۍ لاندې د سیمې په سیاسي چارو کې لاسوهنې کوي او اوس حتی غواړي د جغرافیايي سیاست د بدلون له لارې خپل اقتصادي لارښوونکی مقام وساتي.

دا د ټولو هېوادونو حق دی چې سمسور اقتصاد ولري، د G7 په شان د نورو هېوادونو  مخنیوی کوونکو ډلو ناسمې هیلې باید له خاورو سره خاورې او تاریخ ته وسپارل شي،

اوس هغه وخت تېر دی چې یو هېواد یا لږ هېوادونه دې د نړۍ راتلونکې وټاکي.