شي جين پينګ د شانګهای ښار د هونګ کوه سیمې د اضافي موادو او کثافاتو سره جلا کولو او ترتیبولو چارو رضاکارانو ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2023/05/22 16:49:31
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۱مه نېټه د شانګهای ښار د هونګ کوه سیمې د جيا شينګ سړک د استوګنې سیمې څخه د اضافي موادو او کثافاتو سره جلا کولو او ترتیبولو چارو رضاکارانو ته يو ځوابي پيغام واستاوه او د کثافاتو د ترتیبولو کارونو د هڅولو لپاره يې ژورې هيلې څرګندې کړې.  

شي جين پينګ په خپل ځوابي پيغام کې ويلي: له څو کلونو تبليغ او ترويج وروسته تاسو د کثافاتو په ترتيبولو کې نوې پايلې تر لاسه کړې، د اوسېدونکو د ژوند او تمدن کچه لوړه شوې او د استوګنيزو سیمو چاپيريال لا ډېر ښکلی شوی دی، زه ډېر خوښ يم. زه هيله لرم چې تاسو به په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د داوطلبۍ بې ساري رول لوبولو ته دوام ورکړئ او په فعاله توګه به د ايکولوژيکي تمدن د پرمخبیولو او د ټولې ټولنې د تمدن د ښه والي په برخه کې فعال خدمتونه وکړئ.