د بحرین او لبنان ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل شوې
CMG2023/05/22 10:53:36
شريکول:

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۲۰مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې بحرین له لبنان سره د سفیرانو په کچه د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو پرېکړه کړې ده.

 د قطر الجزیرې ټلویزیون د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې د جورج کردهي د يمن وضعيت په اړه د هغه وخت وينا خپره کړه چې د دغه کال په اګست کې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزير نه و ټاکل شوی.

ده هغه مهال د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ګډون "بې ځایه"  وباله او ويلي يې دي چې د یمن حوثي وسله وال ځواکونه "د ځان د دفاع په جګړه کې" بوخت و. دې پېښه د لبنان او خلیجي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیک کړکېچ سبب شوې ده.

له دې امله کویټ، سعودي عربستان او بحرین د لبنان ډیپلوماتان وشړل او خپل سفیران یې له لبنانه وايستل.