شي جين پينګ د ميکرونيسيا د فډراسيون نوي ولسمشر ويسلي سيمينا ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/05/22 11:24:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۸مه نېټه د ميکرونيسيا د فډراسيون نوي ولسمشر ويسلي سيمينا ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي چې د چين او ميکرونيسيا تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له ۳۴ کلونو راهيسې، د دواړو خواوو ترمنځ اړيکو د متقابل احترام او مساوي چلند پر بنسټ د پام وړ پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې د پام وړ ګټې رسولې دي. ولسمشر سيمينا له اوږدې مودې راهيسې تل د چين او ميکرونيسيا تر منځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره کوښښ کړی، زه د دې ډېره ستاينه کوم او د دواړو اړخونو تر منځ اړيکو ته ډېر زيات اهميت ورکوم. زه او ولسمشر سيمينا به د دواړو هېوادونو د اصلي ګټو د ساتنې لپاره يو له بل څخه ملاتړ وکړو، په بېلا بېلو ساحو کې به خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړو، د دواړو اړخونو تر منځ هراړخیزو ستراتیژیکو اړيکو ته به  لا وده کړو او په لا ښه توګه به د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو. (ژباړه: شکريه)