د سوډان په شخړو کې ښکېلو خواوو پر لنډ مهاله اوربند موافقه وکړه
CMG2023/05/22 10:40:47
شريکول:

د سوډان د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ کوونکو ځواکونو استازو د مې په شلمه نېټه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اوربند موافقه لاسليک کړه چې له مخې يې لنډ مهاله اوربند او د بشري چارو تنظيمولو زمينه مساعده شوه.

دغه موافقه د امریکا او سعودي عربستان د حکومتونو په منځګړیتوب شوې. اوربند به د موافقې له لاسلیکه ۴۸ ساعته وروسته نافذ شي او د ۷ ورځو اعتبار لري او د اعتبار موده د شخړو د ښکېلو خواوو د موافقې په صورت کې  تمدید کېدای شي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د اوربند په وخت کې د ژوندانه بنسټیز خدمتونه بېرته اعاده شي، له روغتونونو او مهمو عامه تاسیساتو څخه سرتیري وباسي او بشري مرستې پرته له کوم خنډ سوډان ته ورسېږي او اړمنو خلکو ته ورکړی شي.