د روغتيا ۷۶مه نړيواله غونډه د مې په ۲۱مه نېټه د سويس په ژنيو کې پرانيستل شوه، " د روغتيا نړيوال سازمان د جوړېدو ۷۵مه کليزه: د ژوند ژغورل او د هر کس روغتيا ته وده ورکول" د دې غونډې عنوان دی.
د مالوماتو له مخې، د روغتیا ۷۶مه نړیواله غونډه به د روغتيا نړيوال سازمان د وروستي او اوږدمهاله پرمختګ لپاره نقشه وټاکي، برخه وال به په دې ۱۰ ورځنۍ غونډه کې د نړیوالې روغتیا په بیړني جوړښت کې د ياد سازمان د کلیدي رول، د تېر کال د کاري پرمختګ، لاسته راوړنو او ننګونو، راتلونکو لومړيتوبونو، انساني طبي خدمتونو، بيړنيو طبي پېښو او د روغتيايي شرایطو د ښه والي په باب ارزونې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش د دې غونډې د پيل په مراسمو په خپله ويډيويي وينا کې ويلي، چې ۷۵ کاله وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان له جوړېدو راهیسې، انساني روغتیا ستر پرمختګ موندلی دی، په تېرو ۳۰ کلونو کې د نړۍ په کچه د انساني ژوند اټکل تر ۵۰ سلنې زیات شوی، د ماشومانو د مړینې کچه ۶۰ سلنه راټیټه شوې او کوی چيچګ له منځه يووړل شوی. مګر په ورته وخت کې، جګړې او شخړې د ميلیونو انسانانو ژوند ګواښي، د څو ميليارډو انسانانو روغتیا د اقلیمي بحران تر سيورۍ لاندې ده او د کرونا وبا خپرېدو د نړیوالې عامې روغتیا پرمختګ درولی دی. (ژباړه: شکريه)