د جاپان خلکو له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو په اعتراض کې لاريونونه وکړل
CMG2023/05/22 15:03:53
شريکول:

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مې په ۲۱مه نېټه د جاپان په هيروشيماشي ښار کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ چې دغه هېواد به له اوکراین سره ۳۷۵ میلیونه ډالره پوځي مرسته وکړي. د جاپان خلکو په دې اړه احتجاج وکړ.

دې کسانو ويلي چې "دغه کړنه د هیروشیما حرمت تر پښو لاندې کوي."

بایډن په همدې ورځ وویل چې امریکا به اوکراین ته د ۳۷۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکړي او خپلو متحدینو ته به اجازه ورکړي چې اوکراین ته F-۱۶ جنګي الوتکې ورکړي. امریکا به د اوکراین پیلوټان وروزي.

په تیرو څو ورځو کې، په جاپان کې ډیری ګوندونو او د نورو هیوادونو يو شمېر خلکو په هیروشیما او نورو ځایونو کې لوی لاریونونه کړي او ويلي يې دي چې د امريکا په مشرۍ د جي ۷ سرمشریزه، پر يوې جنګي سرمشريزې بدله شوې ده.

 د جاپان د "هیروشیما عملیاتو د پلي کېدو پلوي کمیټې" د مې په ۲۱ نیټه یوه علاميه خپره کړه او ويلي يېي: " موږ به هیڅکله دا ډول سرمشریزه ونه زغمو چې د هیروشیما په نامه اوکراین ته د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه سختوي او پراخوي".

تر دې مخکې د جي ۷ سرمشريزې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې له مخې به يې جي ۷ له اوکراين سره خپلې ډيپلوماتيکې، مالي او پوځي مرستې زياتې کړي او د روسيې د جنګي توان د دوام کمزوري کولو لپاره به هڅې کوي.