شي جين پينګ د چين د ملي هنر موزیم کارپوهانو او هنرمندانو ته ځوابي پيغام واستاوه
CMG2023/05/23 15:49:00
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي شي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۱مه د دغه هېواد د ملي هنر موزيم کارپوهانو او هنرمندانو ته ځوابي پيغام واستاوه او د دغه موزيم د جوړېدو او پرانيستلو د ۶۰مې کليزې په پار يې د دغه موزيم ټولو کارکوونکو ته مبارکي وويله.

د چين د ملي هنر موزيم د ۱۹۶۳م کال د مې په ۲۳ مه ګټې اخيستنې ته سپارل شوی او له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې څه باندې ۵۵۰۰ هنري نندارتونونه پکې ترسره شوي دي. په دغه نندارتون کې ۱۳۰ زره چیني او بهرني هنري اثار ساتل شوي دي.

د دغه موزيم ۱۳ زاړو کارپوهانو او هنرمندانو پدې وروستيو کې شي جين پينګ ته يو پيغام واستاوه او هغه ته يې د دغه موزيم د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او د چارو د پرمخبيولو لپاره يې ټينګ هوډ څرګند کړی دی.