په تېرو څلورو مياشتو کې په بهر کې د چين د غېر پولي مستقيمې پانګونې اندازه ٪۱۷،۶ زياتوالی ښيي
CMG2023/05/23 10:58:18
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وازرت د مې په ۲۲مه نېټه تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې، د سږکال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې په بهر کې د چين غېر پولي پانګونه زياته شوې او د غېر پولي مستقيمې پانګونې اندازه يې ۴۲ ميليارډو او ۱۹۰ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۷،۶ زياتوالی ښيي.

د شمېرنې له مخې، چيني تصديو له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پرتو هېواودنو کې د ۷ ميليارډو او ۵۳۰ ميليونو امريکايي ډالرو په اندازه غېر پولي مستقيمه پانګه اچولې، چې دغه رقم د تېر کال په پرتله ٪۹ زيات شوی او په همدې موده کې يې په بهر کې د چين د غېر پولي مستقيمې پانګونې په عمومي اندازه کې ٪۱۷،۸ ونډه نيولې.