بېجينګ: امريکا دې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي او سالم پرمختګ لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي
CMG2023/05/23 15:52:56
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن په دې وروستيو کې وويل، چې د امريکا او چين په اړيکو کې به ژر ښه والی راشي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۲مه نېټه په خپله نوبتي خبري ناسته کې وويل، بېجينګ له واشينګټن څخه غوښتنه کوي، چې د چين په اړه دې سمې پېژندنې ولري، د چين په کورنيو چارو کې دې له لاسوهنې څخه لاس واخلي، داسې کړنې دې بندې کړي چې د چين د ملي حاکميت د خونديتوب او د پرمختګ ګټې زیانمنوي، له چين سره د نژدېوالي لپاره دې هڅې وکړي او بېرته مناسب مدار ته د دوه اړخيزو اړيکو د ستنېدو لپاره دې رښتيني ګامونه پورته کړي.

ماو نينګ د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين تل د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او ګډو ګټو پر اصولو له امريکا سره د اړيکو پر ټينګښت ټينګار کړی. که امريکا له يوې خوا په خوله له چين سره ارتباطو ته اړتيا يادوي، خو له بلې خوا يې د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره بې ځايه چلند غوره کوي او د چين پر چارواکو، سازمانونو او تصديو يې بنديزونه لګوي، دغسې ارتباط هېڅ صميميت او ارزښت نه لري. چين امريکا ته خپل جدي دريځ څرګند کړی دی. امريکا بايد دغه بنديزونه منحل کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو لپاره دې ښه زمينه برابره کړي.