د چين ۴ کرنيز کلتوري ميراثونه د خوړو او کرنې سازمان لخوا پېژندل شوي
CMG2023/05/23 15:00:13
شريکول:


 د فو جيان ولايت په آن شي ولسوالۍ کې د ((تيې ګوان يين)) چای د بوټو فارم

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مې په ۲۲مه نېټه د ايتاليا په روم کې د ۲۰۲۳م کال د نړۍ د مهمو کرنيزو ميراثونو ته د تصديق نامو ورکولو مراسم تر سره کړل. د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د ۲۴ نويو پېژندل شويو ميراثونو استازو، چې له دې جلمې څخه د چين د ۴ کرنيزو کلتوري ميراثونو استازي شامل وو، په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

تازه پېژندل شوي چيني ميراثونه په لاندنې ډول دي: د فو جيان ولايت د آن شي ولسوالۍ د ((تيې ګوان يين)) چای کلتوري سيستم، د داخلي مغولستان د چه فنګ ښار د چين ارهوردښتې د مالدارۍ سيستم، د هه بې ولايت د شه ولسوالۍ د وچو کرنيزو ځمکو سيستم او د جه جيانګ ولايت د جينګ يوان ولسوالۍ د ځنګلونو او مشرومونو د ګډې کرنې سيستم. دا په يادو څلورو ميراثونو کې د ځانګړو او دودیزو پوهو په کارولو سره بيلوژيکي تنوع او چاپيريال ساتل شوی دی او په ۲۰۲۲م کال کې رسماً د نړۍ په کچه د مهمو کرهنیزو میراثو په توګه پېژندل شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د عمومي منشي مرستیالې ماریا هیلینا سیمیدو د کرنیزو میراثونو د ساتنې لپاره د چين له خدمتونو مننه کړې ده.