د نايجريا يوه چارواکي د مې په ۲۲مه نېټه ويلي، چې د مې د ۲۱مې نېټې په ماښام د دغه هېواد د مرکزي بينوی ايالت پر يوه کلي بريد شوی، چې له امله يې ۱۸ تنه وژل شوي او زيات وګړي ټپيان شوي دي.
د نوموړي ايالت يوه امنيتي چارواکي د مې په ۲۲مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د ۲۱مې نېټې د ماښام له ۶ بجو څخه تر ۷ بجو پورې يو شمېر ناپېژاندي وسله وال د دې سيمې يوه کلي ته ننوتلي او لږ تر لږه ۱۸ تنه يې وژلي او زيات کليوال يې ټپيان کړي دي. اوس د دې پېښې په اړه د امنيتي څانګې پلټنه روانه ده.