د هوا پېژندنې ۱۹مه نړیواله کنګره په ژنیو کې پیل شوه
CMG2023/05/23 11:02:11
شريکول:

د هوا پېژندنې ۱۹مه نړیواله کنګره د مې په ۲۲مه نېټه د سویس په ژنيو کې پيل شوه. دغه کنګره کې به د هېوادونو په کچه د هوا پېژندنې د عملياتو د ګړندې کولو او پراخولو په پار لوړ پوړې ډيالوګ تر سره شي، څو د ۲۰۲۷م کال تر پایه ټول انسانان د هوا د پېشبينۍ له اړوندو خدمتونو څخه برخمه شي.

د مالوماتو له مخې، ((مخکې له مخکې د هوا حالاتو په اړه خبرتيا د مروج کولو په موخه د ملګرو ملتونو د وړانديز پلي کول)) د دې کانګرې عمده موضوع ده. د هوا پېژندنې د نړيوال سازمان سرمنشي طالاس د کنګرې د پيل په مراسمو کې د آب و هوا خطرونو د ارزونې او مقاومت او د هوا حالاتو په اړه د خبرتيا د خپرېدو په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو د مهارتونو د لوړتيا غوښتنه وکړه، هغه ويلي چې د اقليم وار مخکې خبرتيا ژوند ژغورلای شي، د هوا حالاتو په اړه خبرداری او د ناورین د مخنيوي عمليات به د مرګونو سختې پېښې له منځه يوسي. (ژباړه: شکريه)