د روغتيا نړيوال کنفرانس يو ځل بيا د تايوان په اړه مسوده رد کړې
CMG2023/05/23 15:42:53
شريکول:


د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازی چن شو 

د روغتيا ۷۶م نړيوال کنفرانس اوس د سويس په جنېوا کې روان دی. د مې په ۲۲مه نېټه يې د تايوان په اړه د يو څو هېواودونو مسوده رده کړې. دغه رده شوې مسوده غواړي تايوان ته بلنه ورکړي، چې د ناظر په توګه د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

د نړۍ پر وړاندې د روغتيا سختې ننګونې شتون لري او د يووالي او همکارۍ پياوړتيا د روغتيا د نړيوال کنفرانس د غړو هېوادونو ګډه هيله ده. د تايوان سيمې مقامت د تاريخ د جريان پر خلاف د يادې مسودې لپاره هڅې کړي او خپله سياسي موخه يې بې پردې کړې، چې غواړي په نوموړي کنفرانس کې د ګډون په اړه د تشو خبرونو د خپرولو له لارې له چين څخه د تايوان د بېلتون فعاليت تر سره کړي.

د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې ويلي، چې په نړۍ کې يو چين شتون لري او تايوان د چين د خاورې يوه نه جلا کېدوونکې برخه ده. د روغتيا د نړيوال سازمان په فعاليتونو کې د تايوان سيمې د ګډون چارې بايد د يو چين پېژندنې اصل ته غاړه کښېږدي. د تايوان سيمې مقامت د يو چين اصل نه مني، چې په يو اړخيزه توګه په دغه کنفرانس کې د ګډون سياسي بنسټ اېښی دی.