ملګرو ملتونو د بېولوژيکي تنوع په اړه د کون مينګ - مونټريال چوکاټ د چټک پلي کېدو غوښتنه وکړه
CMG2023/05/23 10:54:20
شريکول:


د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۹ مه د کاناډا په منټريال کې د نړیوال بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليک کوونکو په ۱۵ مه غونډه کې د کون مينګ - مونټريال چوکاټ په نوم سند تصويب شو. 

د سږکال د مې ۲۲مه نېټه د نړيوال بېولوژيکي تنوع په اړه د کون مينګ - مونټريال چوکاټ له تصويبېدو وروسته د بېولوژيکي تنوع لومړۍ نړيواله ورځ وه.

د ملګرو ملتونو زياتو ارګانونو د اعلاميو په خپرولو سره له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د کون مينګ - مونټريال چوکاټ د پلي کولو ګامونه دې چټک کړي.

ملګرو ملتونو په خپله رسمي ويبپاڼه کې يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې سږکال د بېولوژيکي تنوع د ساتنې لپاره څانګړی کال دی. د کون مينګ - مونټريال چوکاټ د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې لاسليک شوی او د نړيوال بېولوژيکي تنوع د کمزورتيا د مخنيوي او بدلون لپاره يې موخې او مشخص تدبيرونه ټاکلي دي. دغه چوکاټ د نړيوال بېولوژيکي تنوع د خونديتوب په اړه د نړيوالو نوی اميد روښانه کړی.