روسيه: اوکرايني وسله وال په پټه روسيې ته ننوتل
CMG2023/05/23 15:36:23
شريکول:

د روسيې د بيلګرود ايالت والي ګلادکوف د مې په ٢٢مه وويل چې يو شمېر اوکرايني وسله وال په پټه دغه ايالت ته داخل شوي او د توپونو سختې ډزې يې کړې چې له امله يې ۵ تنه ټپيان شوي دي.  روسيې د تصفيې لپاره اقدامات پيل کړي دي.

د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين مطبوعاتي سکرتر ډميټري پيسکوف په همدې ورځ ويلي چې پوتين له دې پېښې خبر شوی دی.

 پېسکوف ټینګار وکړ چې اوکراین هڅه کوي په بريد سره د ارتیوموسک (باخموت) له وضعیت څخه د خلکو پام واړوي. روسیه کافي ځواک او توان لري چې له دغو "تخريبي بريدګرو" سره مقابله وکړي.

د اوکراین دولتي خبري اژانس په خپل خبر کې ویلي چې دغه کړنه د روسیې ضد وسله والو ډلو له خوا ترسره شوې وه، له اوکراین سره هیڅ تړاو نه لري.