د فلسطين د روغتيا وزارت د مې په ٢٢مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اسرائيلو پوځ په همدې ورځ د اردن سيند لويديځې غاړې په نابلس ښار کې درې فلسطينيان وژلي دي.
عيني شاهدانو هم ويلي چې اسرائيلي پوځ د همدې ورځې سهار وختي د نابلس په ختيځ کې د بالتا په کمپ کې له مېشتو فلسطينيانو سره نښته وکړه، د پېښې په سيمه کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د فلسطين د روغتيا وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې اسرائيلي پوځ درې فلسطينيان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
د اسرائیلي رسنیو د يو بل راپور له مخې، دوی په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر ناقانونه وسلې تر لاسه کړې او د چاودېدونکو توکو د تولید یوه فابریکه یې ویجاړه کړې ده. (ژباړه: شکريه)