د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د مې د ۲۴ مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د روسیې له صدراعظم ميخايل ميشوستين سره چې په رسمي سفر بېجينګ ته تللی و، وکتل.
شي جين پینګ وويل، د روان کال په مارچ کې مې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړه او له ولسمشر پوتين سره د راتلونکي يوې ټاکلې مودې لپاره مو د چين او روسیې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او په بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو پلان جوړ کړی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ ټينګې اړيکې او پرمختګ يې د دواړو هېوادونو د خلکو هيله ده، هيله من يم چې دواړه خواوې په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا لوړې سويې ته ورسوي او په نوې زمانه کې خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته زیات پرمختګونه ورکړي.
شي جين پينګ وويل، چين غواړي له روسيې سره د خپلو مهمو ګټو په مسئلو کې متقابل ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي، د ملګرو ملتونو، د شانګهای همکارۍ سازمان، د بريکس هېوادونو او د شلو هېوادونو ډلې په ګډون په بېلابېلو ډګرونو کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي. نوموړي وړانديز وکړ، چې دواړه خواوې د خپلمنځي اقتصادي، سوداګريزو او پانګيزو همکاريو سويه لوړه کړي، د دوه اړخيزو همکاريو سيستم او ميکانيزم اصلاح کړي، د انرژۍ او اتصال په برخو کې خپلمنځي همکارۍ تقويه او پراخې کړي او د خلکو تګ راتګ کلتوري راکړې ورکړې زیاتې کړي.
شي جين پينګ وويل، چين به له روسيې سره همداراز د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاديې له هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې ابادي او د يادې اتحاديې پلان وصل کړي، څو د سيمې لوی بازار لاپرانيستی شي، نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير تامين شي او د سيمې هېوادونو ته رښتينې ګټې ورسول شي.
ميشوستين د روان کال په مارچ کې له روسيې څخه د رئيس شي جین پينګ تاريخي لیدنه ډېره بريالۍ وبلله او ويې ويل چې هېواد به يې له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې عملي کړي، د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو ترمنځ له نوبتي ملاقاتو او نورو اړوندو همکاريزو ميکانيزمونو په کار اخيستلو به خپلمنځي عملي همکارۍ ژورې کړي. نوموړي وويل، روسيه غواړي چې له چين سره د نړۍ د څو قطبيز کېدو بهير پرمخ يوسي او د نړيوال قانون پر بنسټ نړيوال نظام وساتي.
نوموړي همدارنګه هيله وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او کلتوري راکړې ورکړې نورې هم تقويه شي او لرغونې دوستي يې نسل په نسل دوام ولري.