سوډان کې لنډمهاله اوربند پیل شو
CMG2023/05/24 11:12:19
شريکول:

په سوډان کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د يوې اونۍ لپاره لنډمهاله اوربند موافقه ليک د مې د ۲۲مې نېټې له ماښامه نافذ شو، د دغه هېواد اوسنی وضعيت په بشپړه توګه ارام شوی دی.

وروسته له هغه چې د سوډان د جګړې ښکېلې خواوې د لنډمهاله اوربند هوکړې ته ورسېدې، د ملګرو ملتونو، عرب ليګ او د خلیج د همکارۍ شورا په ګډون نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او د مصر په ګډون هېوادونو په وار سره د دې پرېکړې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړې چې د سوډان اړوند لوري دغه موافقه ليک مراعات کړي.

د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق د مې په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ چې له مصر سره یې د شمالي سوډان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره ۵ میلیونه ډالره برابر کړي. سربېره پر دې، دغه صندوق د چاد، مرکزي افريقا او د جنوبي سوډان په ګډون د سوډان ګاونډيو هېوادونو ته ۱۷ ميليونه امريکايي ډالره هم برابر کړي دي.

(ژباړه: شکريه)