په پاکستان کې د نفتو او ګازو پر یو ډګر ترهګریز برید وشو
CMG2023/05/24 10:25:39
شريکول:

د پاکستان پوليسو د مې په ٢٣مه نېټه وويل چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د خيبر پښتونخوا په ايالت کې د نفتو او ګازو پر يو ډګر په همدې ورځ د ترهګرو له خوا بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول.

پولیسو د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل چې د یوې ډلې وسله والو کسانو د همدې ورځې په سهار د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو سیمه کې د پاکستان او هنګري د نفتو او ګازو د یو ګډ شرکت له خوا استخراج شوې د نفتو او ګازو پر یوې سیمې برید وکړ او د دې سیمې تاسیسات سخت زیانمن شوي. ۴ پولیس او۲ نور امنیتي کارکوونکي له وسله والو سره د ډزو په ترڅ کې وژل شوي دي. د پاکستان  امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلل او وضعیت یې کنټرول کړ، اوس د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د وسله والو په نیولو بوخت دي.