د امريکا ماليې وزيره: امریکا ممکن په جون کې د پورونو له تړونونو څخه سرغړونه وکړي
CMG2023/05/24 10:56:53
شريکول:

د امريکا ماليې وزيرې جانيټ يېلن د مې په ۲۲مه نېټه د دې هېواد کانګريس ته خبرداری ورکړ چې که د حکومت د پور حد لوړ نه کړي یا د پور حد نافذول وځنډوي، د امريکا حکومت ممکن د راتلونکي جون په پیل کې له اړوندو تړونونو څخه سرغړونه وکړي.

يېلن په همدې ورځ د کانګريس مشرانو ته په یوه پیغام کې وویل چې د پورونو د حد له پخوانيو بحرانونو څخه زده شوی درس دا دی چې که تر وروستۍ شېبې پورې اقدامات ونيسو، د تصديو او مشتريانو باور ته به سخت زیانونه ورسوي، د مالیات ورکوونکو د لنډ مهاله پور اخیستلو لګښتونه به لوړ کړي او د امريکا پر باوري کچې به منفي اغېزه ولري.

د ۲۰۲۳م کال له مې مياشتې راهیسې دا دریم ځل دی چې يېلن د کانګريس مشرانو ته په ځانګړي ډول د پور د حد د مسئلې په اړه پيغام استوي او له کانګريس څخه غواړي چې په وخت سره اقدامات ونيسي څو د دې هېواد حکومت د خپل پور له تړونونو څخه سرغړونه ونه کړي.