چين د خوړو خونديتوب د تامين لپاره د ښې زمينې غوښتنه وکړه
CMG2023/05/24 10:50:26
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مې په ۲۳مه نېټه پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د ډيالوګ، خبرو اترو او منځګړيتوب له لارې په سوله ييزه توګه شته شخړې حل کړي، د نښتې په سيمو کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي او د عامو وګړو د امنيت او خوړو د خونديتوب د تامين لپاره ګټور شرايط برابر کړي.

جانګ جون په همدې ورځ د خوړو خونديتوب د تامين او په نښتو کې د عامو وګړو د ساتنې په پار د امنيت شورا په علني غونډه کې وويل چې عام وګړي د نښتې تر ټولو ستر قربانيان دي، د خوړو بحران بشري وضعيت لاپسې کړکېچن کړی او د عامو وګړو حالت يې  خراب کړی دی. چين د نښتو پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې د امنيت شورا د ۲۴۱۷م او ۲۵۷۳م پرېکړه ليکونه مراعات کړي، د بشر پالنې نړيوال قانون په جدي توګه پلی کړي، د عامو وګړو امنيت ساتنه وکړي، د ښځو او ماشومانو په شمول زيانمنو ډلو ته ځانګړې پاملرنې ورکړي او په امنيتي او اغېزناک ډول د بشري مرستې د کارولو لپاره کوښښونه وکړي.

جانګ جون وويل، امريکا له ډېرې مودې راهيسې په بهر کې د افغانانو شتمنۍ کنګل کړې دي او د افغانستان بشري ناورين يې لا پسې سخت کړى دی. چين له امريکا څخه غواړي چې د افغانانو او نړيوالې ټولنې غږ په دقت سره واوري او ژر تر ژره د افغانانو شتمنۍ بېرته ورکړي، څو د افغانانو پر وړاندې د خوړو کمښت په ګډون بشري ننګونې لرې شي. (ژباړه: شکريه)