چین ګانګ د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ له عمومي مدیر ګروسي سره وکتل
CMG2023/05/24 10:20:41
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په ٢٣مه نېټه په بېجينګ کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ له عمومي مدیر رافایل ماریانو ګروسي سره وکتل.

چين ګانګ وويل، چين د خپل ځان د دفاع پر ذروي ستراتيژۍ ټینګار کوي، د ذروي وسلو د نه خپرېدو د تړون پر بنسټ د ذروي وسلو د نه خپرېدو د نړيوال سيستم د ساتلو او د ذروي انرژۍ د سوله یيز استعمال څخه ټينګ ملاتړ کوي او په ټینګه سره خپل اټومي امنیت پیاوړی کوي. چين له دغې ادارې څخه ملاتړ کوي چې د ذروي ډګر په نړيواله صحنه کې لا زيات رول ولوبوي او هيله ده چې دغه اداره په معقول، عادلانه او مسلکي توګه د ساتنې او څارنې دندې ترسره کړي او د ذروي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سيستم وساتي.

ګروسي وويل، د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسي له چين سره همکارۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتلونو په اړه د همکارۍ په اړه مشورې به په شفاف ډول تر سره کړي او له هېڅ هېواد څخه به د ذروي ککړو اوبو د ويستلو ملاتړ ونه کړي.