د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشیکوف د مې په ٢٣مه نېټه وويل چې د روسيې پوځ د دې هېواد بېلګراد ايالت کې ننوتلو اوکرايني وسله والو ته ماتې ورکړه، تر ٧٠ زيات کسان يې ووژل، ۴ زغروال موټرونه او ۵ باروړونکي موټرونه يې ويجاړ کړي دي. پاتې وسله وال اوکراین ته ستانه شول، دوی سره د روسیې پوځ مبارزې ته دوام ورکړ.
د روسيې د بېلګراد ايالت والي ګلادکوف د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه خبر ورکړ چې اوکرايني ځواکونو تېره ورځ د دغه ايالت پر شاوخوا ٢٠ استوګنیزو سيمو بريدونه کړي چې په پايله کې يې يو تن وژل شوى او ١٣ تنه نور ټپيان دي.
اوکرایني لوري د روسیې دغه ادعا مخکې رد کړې وه او ویلي وو چې یادې کړنې د "روسیې حکومت ضد وسله والې ډلې" ترسره کړې دي او له اوکرایني لوري سره هېڅ تړاو نه لري.