شي جين پينګ د ۲۰۲۳م کال د چين د شي ځانګ د پرمختګ فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/05/24 10:24:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۳مه نېټه د ۲۰۲۳م کال د چين د شي ځانګ د پرمختګ فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي چې د خلکو نېکمرغي تر ټولو ستر بشري حق دی او پرمختګ د خلکو د نېکمرغۍ د تحقق کیلي ده. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د چین حکومت او چینایانو په ټينګ ملاتړ سره د شي ځانګ د ټولو قومونو کدرونو او عامو خلکو په تېرو زرګونو کلونو کې د شي ځانګ له مطلق غربت څخه د خلاصون لپاره سخت کار او هلې ځلې کړې دي او له ټول هېواد سره یې په ګډه هراړخيزه شتمنه ټولنه جوړه کړې او متحرک او سوکاله صحنه یې وړاندې شوې ده.

شي جين پينګ په نوي مزل کې د چيني شکله عصري کېدو په اړه هيله وښوده چې شي ځانګ به په بشپړه، دقيقه او هراړخيزه توګه د پرمختګ نوی مفهوم پلی کړي، د لوړ کيفيت پرمختګ ګړندې کړي او د نوي سوسياليستي عصري شي ځانګ د جوړولو لپاره هڅې وکړي، کوم چې متحد، سوکاله، متمدن، همغږی او ښکلی وي څو خلک لانېکمرغه او ښه ژوند وکړی شي.