ولې د تايوان په اړه د امريکا ډرامې بيا بيا ناکامېږي؟
CMG2023/05/24 14:57:33
شريکول:

يو څو هېواودونو په دې وروستيو کې د روغتيا ۷۶م نړيوال کنفرانس ته د تايوان په اړه يوه مسوده وړاندې کړې، چې غواړي تايوان ته د ناظر په توګه په نوموړي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي. دا له وړاندوېینې څخه وتلې نه ده، چې د روغتيا ۷۶م نړيوال کنفرانس دغه مسوده رد کړې ده. امريکا د روغتيا د نړيوال کنفرانس له تېرو ۶ دورو راهيسې د تايوان سيمې له ګډون ملاتړ څرګند کړی. دغه راز دا اووم ځل دی، چې د امريکا دغه نيت بې ځايه شوی دی. دا ښيي، چې د يو چين پېژندنې اصل د تاريخ له عمومي جريان او د نړيوالو له ګډې هيلې سره مطابقت لري. د تايوان په اړه د امريکا نندارې او ډرامې په نړيواله صحنه کې ملاتړ نشي تر لاسه کولی.

د تايوان په اړه ياده تش په نامه مسوده د  يو څو هېوادونو له خوا وړاندې شوې، خو امريکا پکې د مخکښ لوبغاړي رول لوبولی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلېنکن څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د روغتيا نړيوال سازمان يې ډېر هڅولی، چې تايوان سيمې ته د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې د ناظر په توګه د ګډون بلنه ورکړي. څو ورځې مخکې په تايوان کې د امريکا ټولنې د برېټانيا او کاناډا په شمول د ځينو هېوادونو له ځايي مېشتو سازمانونو سره يوه مطبوعاتي ليکنه خپره کړې، چې پکې يې د تايوان سيمې له ګډون څخه ملاتړ څرګند کړی. دا د امريکا په شمول د يو څو هېوادونو ډېر کارول شوی چل دی، چې کشر وروڼه په صحنه کې ننداره کوي او مشر وروڼه د پردې تر شا چلوونکی رول لوبوي. دغه ډول ډرامې بيا بيا د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې ننداره کړې، چې له تايوان سيمې سره د تش په نوم رسمي اړيکو لرونکو هېوادونو مسوده وړاندې کړې او يو څو لوېديځو هېوادونو د ملاتړ غږ کړی، خو دغسې کړنې اخر ناکامې شوې دي.

امريکا د دغې پايلې په اړه معلومه ده. لومړی او هم تر ټولو مهم لامل دا دی، چې د تايوان په اړه دغه مسوده له نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده، په تېره بيا د يو چين پېژندنې اصل د ملګرو ملتونو د اسامبلې او د روغتيا نړيوال کنفرانس منل شوی اصل دی. د ملګرو ملتونو د اسامبلې د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک او د روغتيا نړيوال کنفرانس د ۲۵.۱ نمبر پرېکړه ليک له مخې، د نوموړي نړيوال کنفرانس په شمول د نړيوالو سازمانونو په فعاليتونو کې د تايوان سيمې د ګډون چارې بايد د يو چين پېژندنې اصل درناوی وکړي. د روغتيا ۷۶م نړيوال کنفرانس له پيل مخکې، نژدې ۱۴۰ هېوادونو چين ته خپل دريځ څرګند کړی، چې د يو چين پېژندنې اصل ملاتړ کوي او په دغه کنفرانس کې د تايوان له ګډون سره مخالفت کوي. نژدې سلو هېواودونو په دې اړه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ته ځانګړی پيغام لېږلی او يا اعلاميې يې خپرې کړې.

امريکا ياده کړې، چې تايوان سيمې پخوا د ناظر په توګه د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې ګډون کړی و. حقيقت دا دی، چې له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۶ م کال پورې تايوان سيمې د چين د تای بې په نوم او د ناظر په توګه د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې ګډون کړی و، چې دا د تايوان تنګي د دوو غاړو له خوا د يو چين پېژندنې پر اساس د ۱۹۹۲م کال د ګډو نظريو پر بنسټ او د ګډو سلامشورو له لارې ځانګړی تنظيم و. خو په ۲۰۱۶م کال کې د تايوان سيمې د ادارې په توګه د ډيموکراسۍ او پرمختګ ګوند له واکمنېدو وروسته، د تايوان سيمې ادارې د ۱۹۹۲م کال د ګډو نظريو منل رد او له چين څخه د تايوان د جلا کولو لپاره يې هڅې کړې. دغه راز د روغتيا په نړيوال سازمان کې د تايوان سيمې د ګډون سياسي بنسټ اوس شتون نه لري. د تايوان سيمې اوسنۍ ادارې پخپله دغه حيثيت ويجاړ کړی دی.

امريکا کال په کال د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې د تايوان د ګډون د ملاتړ ډرامه جوړوي. ولې؟

دا د تايوان مسئلې له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د امريکا يوه عمومي طريقه او ننداره ده، چې د تايوان سيمې د تش په نوم نړيوالې فضا د پراخوالي په وسيله د تايوان مسئلې ته نړيوال رنګ ورکړي او په نړۍ کې د يو چين او يو تايوان وضعيت غواړي. سربېره پر دې، له تايوان څخه ملاتړ د امريکا سوداګريز کاروبار دی. تايوان سيمه هر کال د امريکا سياستوالو ته ګڼ شمېر پيسې وړاندې کوي او له امريکا څخه ځوابي ګټې غواړي. دغه راز هر کال د روغتيا د نړيوال کنفرانس د جوړېدو په وخت کې د تايوان له ګډون څخه ملاتړ د ځينو امريکايانو نوبتي دنده ده او د دغو وګړو لپاره نتيجه مهمه نه ده، ځکه تايوان سيمه تل د امريکا په لوبه کې استعمالېدونکی رول لوبوي.